فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
دگلانو بوي او پسرلني عطري نسيم مي پرمخ او اندامو احساسوم چي دا احساس د قلم په څوكي نه بيانيدونكي دي، په دي پسرلني فضا كي او ددي سمسوري وني لاندي زلالي او صفا اوبه رواني دي چي تنكي نجوڼي ددي اوبو پر سرچيني باندي پسرلني نغمي او چهار بيتي وايي او ددي فضا د خالق ستاينه كوي او پسرلي ته سلامونه وايي؛ او مونږ هم بايد خپل گيډي، گيډي سلامونه او ښه راغلاست پسرلي ته وړاندي كړو او دا دخداي تعالي نعمت په ښه ژبه، په ښه ستر گو او په ښه غوږونو او په ښه او بهارني او صفا زړه استقبال وكړو او د هغه شكر پر ځاي كړو. او لكه څنگه چي په پسرلي كي ټول حالات اوړي نو مونږ هم بايد ځان د پسرلي په راتگ چمتو او د تير كلونو حالات او هر هغه څيزونه چي زمونږ پر زړونو باندي يي سپيري او تياري پردي په لږه يا ډيره اندازه لگولي هغه پاك او صفا كړو او خپل زړونه هم د هغه ونو او گلانو په شان پريمينځو او هر هغه عداوت،خصومت او بد بيني چي زمونږ په زړونو كي يي ځاي نيولي دي او مونږ يي د يو بل نه جلا كړي يو پاك او صفا كړو او هغه د پسرلي ښكلي منظرو څخه دخپل شكلو زړونو په واسطه گټه واخلو. اوس تاسو وواياست چي دا فضا د عداوت، خصومت او جگړي فضا ده، او كه د ورورولي او سولي فضا ده، چي ټوله لكه وړونه او خويندي ددي فضا نه خوند واخلو او خپل د لوي خداي د نعمتونو شكر پر ځاي كړو؟ پاك رب العزت دي دا نوي كال او نوي پسرلي او راتلونكي كلونه دي پر ټولو مسلمانانو باندي د نيكمرغي او سولي ډك او د قرآن حكيم او نبوي سنت په پناه كي وگرځوي. آمين
نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |